د نن ورځې مهم خبرونه


ولسمشر:  موږ معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه یوو.

هغه ځوانانو ته وویل،  که چېرې نړۍ پر موږ معامله وکړه، هغوی ته د نه ځواب ورکوو. کله چې د خپلو خلکو اجماع لرو او دا چې د ټولنې تر ټولو ستر قشر مو تر څنګ دی، له هیڅ شي نه ډارېږو.


د ولسمشر لومړۍ معاون امرالله صالح  ویلي پر ډیورنډ د پنجاب وروستي فعالیتونه غیر قانوني دي. زموږ زړور ځواکونه یوازې د سر اعلا قمندان امر ته په تمه دي ترڅو د پنجاب ټول اغزن تارونه او تاسیسات له منځه یوسي.


د وسله والو طالبانو پاتي بندیان به هم ډېر ژر خوشي شي.

د ملي مصالحې شورا وایی چې د افغانستان حکومت د یو شمېر هېوادونو د اعتراض باوجود د بندیانو د خوشي کیدا لپاره کار کوي.


کابل کې ۲۲ تنه دجنائي جرمونو په تور نیول شوي. 

دکابل پولیس وایي چې دوی د بېلا بېلو عملیاتو په پایله کې یې د وسله والو غلاو، موټرتښتونې، وژنو، د اسنادو په جعل او تذویر، غیر قانوني وسلو ګرځولو او عامه نظم د اخلال په تور ۲۲ کسان نیولي دي.



پر سعودي د یمني حوثیانو د برید مخه نیول شوې.

د سعودي پوځي اتحاد ویلي، که حوثیانو پر جازان ښار توغندۍ توغولی و چې په هوا کې له منځه یوړل شو او هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.


د ملي دفاع وزارت : د کابل شکردره ولسوالۍ له ترهګرو پاکه شوه

د ملي دفاع وزارت وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٢٥ تنه يې ژوندي نيول شوي دي


اشرف غني: افغان حکومت د داعش پر وړاندې ډېر څه کړي

ولسمشرغني د سفیر دمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان او روسیه د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډ لرلید لري او د داعش پر وړاندې یې په هر اړخیز ډول ګام پورته کړی دي.

  • 27 زمری 1399